IQNA

د  آلبانیا بالی جومات ؛ د نړۍ د ۵ ښکلو عبادتځایونو په لیکه کې (فیلم)

10:04 - April 02, 2025
د خبر لمبر: 3490899
ایکنا -  د معماري د تخصص یوه انټرنیټي سایټ، د آلبانیا بالي جومات د نړۍ په ۵ ښکلو عبادتځایونو کې شامل کړ.

ایکنانیوز راپور راکوي، بالي جومات چې په ۱۶۰۸ کال کې د آلبانیا  د آلباسان ښار په مرکز کې جوړ شوی ، د ArchDaily   انټرنیټي ویب پاڼې په لیسټ کې د نړۍ  په پنځو ښکلو عبادتځایونو کې  شامل کړئ شوی دی.

 په دغې ارزونې سره الباسان او البانیا د مذهبی معمارۍ دنړۍ د نقشې  یوه برخه  کیږی. دغه ټاکنه ښئ چې  دغه شان آثار  نه یوازې د کلتور او هنر یوه بیلګه  دي ،بلکې دټوریزم  د  لازیاتې دودیدا لپاره  هم یو فرصت شمیرل کیږي.

د  ArchDaily   مشهور آنلاین پلیټ فارم  چې د معمارۍ په زمینې کې فعال دی ،د کال د ۲۰۲برلاسه ودانۍ باؤري جایزه  دغه جومات ته ډالۍ کړه. البانیائي رسندویو راپور ورکړی چې دغه ارزونه د البانیا د اوسمهاله معمارۍ لپاهر یو مهم بدلون دی  او  د معمارۍ په نړیوالې نقشې کې  په تیره بیا  د مذهبی ودانیو په زمینې کې  آ لباسان ته یو ځانګړی  مقام ورکوي.

د الباسان مفتي  ګیم دوکا په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دا ډير ښه خبر دی چې نه یوازط د الباسان ښاریز بلکې  د آلبانیا ټول مسلمانان ترې خوند اخلي

الباسان ښار  د ارزښتونو ښآر دی ، یوه کلا ،یو جومات او یوه کلیسا لري . په تیره  هغه جومات چې نن پکې موجود یوو ،مونږ اوس خوشالوي. دا جومات یو تاریخي جومات دی ،که څه هم د کمیونیسټي رژيم په وسیله په کنډوالې بدل شو ، خو  د مسلمانانو ټولنه بریالۍ شوه بیرته ئې ورغوي.

بالی جومات په ۱۶۰۸ کال کې د حسن بالبو په وسیله د الباسان ښار په مرکز کې جوړ شو، په ۲۰۲۲ کال کې  بالی جومات په پخوانیو کنډوالو د پاسه البته په ډير پرتم اوښکلي انداز  سره له پخوانۍ  نمونې څخه لاښکلی ورغول شو. دغه پروژه د «Commonsense Studio» په وسیله ترسره شوه او د جومات ترټولو جذاب عنصر ،هغه میناره ده چې پخپلې پلانونې سره له ورته آثارو سره سیالي کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4267538

 

captcha